د هلمندولايت په لښکرګاه ښار کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

د هلمند ولايت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د آريانا ماين پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ١١ نمبرټیم سره د همغږۍ له مخې، د دې ولايت د لښکرګاه ښار د اتمې حوزي اړوند، حاجي ګران څلور لارې ته نیږدې د کباړي له دوکان څخه ١٣٥ بېلابېل ډوله ناچاوده توکي او یولاس جوړسمتي ALM ماین په خوندي ډول ولېږدول اوله منځه یې یووړل.
د دې عملیاتو په ترسره کولو سره د سیمې د خلکو مالونه او ځانونه د ماینونو او ناچاوده توکو له احتمالي خطرونو څخه وژغورل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره