د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوزاد ولسوالۍ په علي آباد سیمه کې د اوبو بند د ترمیم کار پیل کړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان له مخې، چې هر ولایت ته د بیړنیو وقایوي پروژو د پلي کېدو لپاره یې ۱,۰۰۰,۰۰۰ افغانۍ ځانګړې کړې دي، او دا وقایوي يروژې به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا پلي کېږي. د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوزاد ولسوالۍ په علي آباد سیمه کې د اوبو بند د ترمیم کار د ۱,۰۰۰,۰۰۰ افغانیو په لګښت پیل کړ.
د اوبو دا بند چې مخکې د یاد ولایت مقام لخوا جوړ شوی و, خو ځینې کارونه یې پاتې وو چې اوس مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج مولوي جمعه خان مستقیم او سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د اوبو بند د بشپړېدو کار پیل شو.
د دی کار په بشپړېدو سره د بارانونو اوبه په دی بند کې ذخیره او د سېلابونو خطرونه به را کم شي. همدارنګه, د کرنیزو ځمکو لپاره به هم ګټور تمام شي.
د سیمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له دې اقدام څخه مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۰۹/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر ولایت په آبشار او دره ولسوالیو کې د ناچاوده توکو د سروې په موخه د همغږۍ او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ماینونو او ناچاوده توکو پر شکمنو سیمو د سروې بهیر کې د سیمې د اوسېدونکو د پوهاوي او همکارۍ د جلبولو په موخه، د آبشار او دره ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په نوغي سیمه کې د یوه کاریز د پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز په ده اګاه کلا، کفتان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دند غوري ولسوالۍ کې د سیلابي لارې د پاکولو کار بشپړ کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دند غوري ولسوالۍ په امرخيل کلي کې د سیلابي لارې د پاکولو کار په بریالیتوب. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .