د پېښو چارو د همغږۍ معین د لوګر ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت د مرستیال والي سره یې وکتل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۱۸
news image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پیښو چارو د همغږۍ معین محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د یو تخنیکي، مسلکي پلاوي په مشرۍ د هیواد ولایتونو ته خپل رسمي سفر په لړۍ کې، د لغمان، نورستان، کنړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي او میدان وردګ ولایتونو له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري پروسې له څارنې وروسته د لوګر ولایت ته ورسید.
په پیل کې، د پیښو چارو د همغږۍ محترم معین د لوګر ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس محترم قاري نورالله محمود او د هغه د مل پلاوي په شتون کې د ولایت مقام د مرستیال محترم الحاج مولوي محمد انور دین پرور سره وکتل.
په دې غونډه کې، د پیښو چارو د همغږۍ معین، نورو ولایتونو ته د خپل سفر یادونه وکړه، ویې ویل چې د دې سفر موخه له پیښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت بیاکتنه، د اسلامي امارت د عالي مقام د فرمانونو، احکامو او لیکونو د پلي کولو تعقیب، د مالي او اداري چارو ارزونه، د تفاهم لیکونو د پلي کولو څارنه، د وقایوي پروژو بیاکتنه، د بشري مرستو د ویش، د ماین پاکۍ چارو، د نشراتي چارو د پروسې تعقیب او د موجوده ستونزو او وړاندیزونو اوریدل دي.
هغه ټینګار وکړ چې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د خپلو قانوني واکونو او ماموریتونو په چوکاټ کې د وقایوي پروژو د پلي کولو، د اغیزمنو خلکو سمدستي اړتیاوو ته ځواب ویلو او د طبیعي پیښو او خطرونو د مدیریت ښه کولو لپاره هراړخیز همکارۍ ته ژمنه ده.
په دوام یې، د لوګر ولایت مرستیال، د زیانمنو خلکو سره د چلند په برخه کې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مشرتابه ستاینه وکړه، د دې ولایت زیان منونکي حالت ته یې اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې ولایت خلک د طبیعي پیښو له امله ډیر زیان منونکي دي او بشري مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
ورپسې، پلاوي د لوګر ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست کار جریان یې له نږدې وڅېړو. د دې سفر په جریان کې، د پیښو چارو د همغږۍ مرستیال د دې ریاست له رییس او کارمندانو سره خبرې وکړې، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د اسنادو او فعالیتونو د ارزونې پرمهال یې کارکوونکي وهڅول چې د دوی د دندو له شرایطو سره سم ګړندي، پر وخت او اغیزمن خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې پورته یاد شوي پلاوي په دې ریاست کې د څارنې او لارښوونې پروسه پیل کړه.

نیټه: ١٤٤٦/٣/۱۵ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د لوګر ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت د مرستیال والي سره یې وکتل

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پیښو چارو د همغږۍ معین محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د یو تخنیکي، مسلکي پلاوي په مشرۍ د هیواد ولایتونو ته خپل رسمي سفر په لړۍ کې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

په لوکر ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د مرکز پل علم  په دشت آبچګان سیمه کې له تېرو جګړو څخه پاتي شوي ٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د پکتیکا په شکین ولسوالۍ کې ۲۸ ماینونو او ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماین پاکۍ د نړیوالې هیلو ټرسټ موسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د دې ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې، ۲۸ مختلف ډوله ناچاودې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .