د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فرزه ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو، د سړک د نښلولو او د خاورینو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل کړې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل ولایت په فرزه ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو، د سړک د نښلولو او د خاورینو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل کړې.
د دغې پروژې د پرانیستې مراسم د کابل ولایت مقام د استازو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د فرزې ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو، مخورو، سپینږیرو او د سیمې د ځوانانو په شتون کې ترسره شول. دا پروژه د فرزې ولسوالۍ په کپکان، زرګرانو او بوستان کلیو کې پلې کېږي، چې موخه یې د اوبو د سرچینو پیاوړي کول، د طبیعي پېښو د خطرونو کمول او اوبو او مواصلاتي لارو ته د خلکو د لاسرسي ښه کول دي.
د دې پروګرام له مخې، په کپکان کلي کې به یو کاریز د ۴۰ مترو په اوږدوالي پاک شي، د ۴۰ مترو په اوږدوالي یو سړک به ونښلول شي او د سیمې په شاوخوا غونډیو کې به کوچني خاورین چکډېمونه جوړ شي. همدارنګه په زرګرانو کلي کې به یو کاریز د ۸۰ مترو په اوږدوالي او په بوستان کلي کې به دوه کاریزونه د ۶۰۰ او ۱۰۰ مترو په اوږدوالي له رسوباتو، شګو او خاورو څخه پاک شي.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سلګونو کورنیو د څښاک اوبو اړتیاوې پوره شي او د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو او بڼونو د خړوبولو زمینه به برابره شي. همدارنګه، په دې پروژه کې بوختو کارګرانو ته به د کار له بشپړېدو وروسته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
