د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۰۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۶:۵۵
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام مؤسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د خانقاه ولسوالۍ او شبرغان ښار ۱۳۰۲ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول درې میلیونه او اووه لکه او پنځه اویا زره او اته سوه (۳,۷۷۵,۸۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

د یادونې وړ ده چې د مرستو په پای کې له مرستو برخمنو شوو کورنیو د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارې مؤسسې څخه مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۶:۵۵
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۰۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام مؤسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فرزه ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو، د سړک د نښلولو او د خاورینو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل ولایت په فرزه ولسوالۍ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۲:۳۵
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .