د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۵۰ کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ, د دې ولایت په مرکز کې ۱۱۵۰ بېوزله، کډوالو او د یتیمانو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشله.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵ کیلو او ټولټال ۵,۷۵۰ کیلو غوښه یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده چې د دې مرستې ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د یادې موسسې څخه د مرستې په پار مننه او قدرداني وکړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې