له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښونه د لوګر ولایت سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او زیانمنو ته د رسېدنې لپاره یې د مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۰
تصویر خبر

نن سهار د سې شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو له رئیس، محترم حافظ محمد یوسف حماد سره یو ځای، د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو خلکو د وضعیت د ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري نورالله محمود او ځایي مسؤلینو سره یو ځای، د یاد ولایت په مرکز کې د هارون‌خېلو او سرفي زیانمنو کلیو څخه لیدنه وکړه. د ادارې سرپرست، د سیمې له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو سره خپله غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه او د هغوی ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل.
محترم ترابي صاحب، د خلکو د راپورونو او نظرونو له اورېدو وروسته، د ولایت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره زیانمنو خلکو ته د رسېدنې، د زیانونو په کره توګه د ارزونې او د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې اړین ګامونه واخلي.
همدارنګه، د ادارې سرپرست د سرفي کلي د سېلاب د لارې څخه هم لیدنه وکړه او له خلکو سره یې خبرې وکړې.  
په پای کې محترم ملا نورالدین ترابي ټینګار وکړ چې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کسانو سره مرسته، د خطرونو اغېزمن مدیریت، او د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره د سرچینو برابرول له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
ورته مهال، له پېښو سره د مبارزی امادګی ملی اداری سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابی په لوګر ولایت کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت یوه بېړنۍ وقایوي پروژه هم منظوره کړه.   

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۶:۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۶ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د معلولینو او معیوبینو ۷۶ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې یاد شمېر کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۵۷
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز په اړونده سیمه کې د ګډ ټیم له سروې وروسته د طبیعي پېښو له امله ۸۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سهار ګفتمان مرکز د ټولنې په ملاتړ، د یاد ولایت د شولګره ولسوالۍ په تاجک ایلتن او جر محمد کریم کلیو کې د تېرو سېلابونو له امله ۵۰ زیانمنو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .