د کنړ ولایت په دیوه ګل دره کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۸۸۷ شهیدانو، ټپیانو او د زیانمنو شویو وارثانو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ټولنیزو چارو ریاست د ګډې کمیټې کاري شریکانو، همکارو موسسو، خیریه بنسټونو او خیرخواهانو په ملاتړ، د کنړ ولایت د دیوه ګل درې په مختلفو کلیو کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۸۸۷ شهیدانو، ټپیانو او د زیانمنو شویو وارثانو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې وویشلې.
په دې لړۍ کې، د پناه خیریه بنسټ لخوا ۶۸ کورنیو هرې یوې ته ۴,۰۰۰ افغانۍ وویشل شوې؛ د لچګلي کلي د ځوانانو شورا لخوا ۵۴ کورنیو هرې یوې ته ۱,۵۰۰ افغانۍ وویشل شوې؛ د حاجی عبدالله لخوا د شهیدانو ۱۳ وارثانو ته ۷,۰۰۰ افغانۍ وویشل شوې؛ او د یو سوداګر لخوا د شهیدانو ۲۲ وارثانو هر یوه ته ۳,۰۰۰ افغانۍ وویشل شوې.
۱په عین حال کې، د عثمان بن عفان (رض) ټولنې لخوا ۱۵۰ کورنیو ته ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي او ۵۰ کیلو اوړه وویشل شول؛ د جرمني خیریه موسسې لخوا هرې کورنۍ ته ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، کیلو مالګه، ۱ کیلو وچ چای او ۱ کیلو چاکلیټ وویشل شول؛ د کوچنيو کلیو د لومړي بانک له لوري د ۱۹۰ کورنیو لپاره هرې کورنۍ ته ۲ تختې کمپلې او ۱ نهه متری فرش وویشل شو؛ د ARCI موسسې لخوا د ۸۳ کورنیو لپاره هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه وویشل شوه؛ د اکټیډ موسسې له لوري د ۹۷ کورنیو لپاره هرې کورنۍ ته د پخلنځي یوه بسته وویشل شوه؛ د حاجي جمشید لخوا ۵۰ کورنیو هرې یوې ته اوړه، وريجې، غوړي او بوره وویشل شول؛ او د کاناډا ټورنټو ځوانانو له لوري د ۹۰ کورنیو لپاره د ښځو، نارینه وو او ماشومانو لپاره ۴۳۵ جوړې چپلکې او ۳۳۵ جوړې جامې وویشل شوې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، امارتي ادارو او مرستندویه موسسو څخه خپل رضایت او خوښي څرګنده کړه.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره