د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او UNICEF سازمان په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په خاص کونړ او منورې ولسوالیو او مرکز کې د وروستیو بارانونو او سېلابونوله امله ۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مستحقو کسانو د سروې او پېژندنې بهیر له بشپړېدو وروسته او د اړوندو مسئولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د IOM سازمان له لورې ۸٬۴۰۰ افغانۍ، یوباب خېمه او د UNICEF د دفتر له لورې هرې کورنۍ ته یو هایجن کېټ ووېشل شول، چې د ټولو ۵۰ کورنیو لپاره په ټولیز ډول څلور لکه او شل زره (۴۲۰٬۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د دغو مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست او همکارو سازمانو څخه د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
