له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۲۵
777

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د پروان ولایت له سېلاب ځپلو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د پروان ولایت د مرستیال والی، الحاج مولوي ابوالوفا عثماني، د سیاګرد ولسوال الحاج مولوي عبدالمعروف حقجو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو هم شتون درلود، د سیاګرد ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او ځانګړې ناسته یې ترسره کړه.

په دې ناسته کې قومي مشرانو د وروستیو سېلابونو له امله اوښتو زیانونو ته په اشارې سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې څخه وغوښتل چې سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي او همدارنګه د بیارغونې، د سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو، د اوبو لګولو کانالونو جوړولو، د سیندونو د غاړو د استحکام او د راتلونکو قدرتي پېښو د مخنیوي لپاره د بنسټیزو او دوامدارو اقداماتو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

الحاج ملا نورالدین ترابي د قومي مشرانو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره به د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې له زیانمنو کورنیو ملاتړ وکړي او د خلکو غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، ترڅو د ستونزو د دوامداره حل لپاره عملي ګامونه پورته شي.

نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت موخه خلکو ته خدمت او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده، او هېڅ زیانمنه کورنۍ به یوازې نه پرېښودل کېږي. هغه ډاډ ورکړ چې د سروې، د مرستو د وېش او د بیارغونې د پروګرامونو بهیر به په همغږۍ او شفافیت سره پر مخ یووړل شي، او همدارنګه به د سېلابونو له امله د خطرونو د کمولو په موخه د وقایوي پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د ناستې په پای کې قومي مشرانو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه له شتون، خواخوږي او ژمنې څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د خلکو ستونزو ته به په عملي ډول رسېدنه وشي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۴۸
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پرچمن ولسوالۍ کې د ۲۵ خطرناکو ډبرو تخنیکي سروې وکړه

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پرچمن ولسوالۍ په دیسبیل، لروند او کوتل سرخ کلیو کې د ۲۵ خطرناکو ډبرو تخنیکي سروې بشپړه کړه. 

یاده سروې د زیان‌منو او له خطر سره مخ سیمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۲۱:۳۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خرم سارباغ ولسوالۍ کې د ۴ وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)د دفتر ترمنځ د همغږۍ پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي ملاتړ، د خرم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۴۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغانستان د خلکو لپاره د بشرپالنې مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان د خلکو لپاره د بشرپالنې مؤسسې د پروژو له مرستیال انجنیر پامیر صافي سره وکتل او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .