له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AREA موسسې ترمنځ د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۷:۱۷
news image

نن ورځ (دوشنبه) له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د AREA  موسسې له عمومي رئیس محترم نثار احمد عمرزي او د دې موسسې اداري مسئول محمد یوسف رحیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابي صاحب په دې غونډه کې د AREA موسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې ماینونه او د جګړې پاتې چاودېدونکي توکي د خلکو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي. هغه زیاته کړه چې د دې ستونزې د هواري لپاره باید د عامه پوهاوي برنامی لا پیاوړي شي او ماینونه باید په خوندي او مسلکي ډول له منځه یووړل شي.
ورپسې د AREA مؤسسې عمومي رئیس نثار احمد عمرزي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست څخه د غونډې لپاره د وخت ورکولو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې AREA مؤسسه له ۱۹۹۳ کال راهیسې د ماین‌پاکۍ، کرنې، چاپېریالي روغتیا او د پرمختیايي چارو په برخو کې د هېواد په کچه فعالیت کوي او خلکو ته یې ارزښتناک خدمات وړاندې کړي دي.
ښاغلي عمرزي د تفاهم‌نامې جزئیات تشریح کړل او ویې ویل چې دا پروژه د UN-OCHA دفتر په مالي ملاتړ، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۲۰ ولسوالیو په کچه د ماین‌پاکۍ په برخه کې پلي کېږي چې په دې پروژه کې د عامه پوهاوي او په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو د پاکولو برنامی  شامل دي.
د یادونی وړ ده چې دا موسسه به د ۷۰۰,۰۰۰ (اووه سوه زره) ډالرو په ارزښت، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کابل، کاپیسا، پروان، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، کندهار، هلمند، هرات، فراه، غور او کونړ ولایتونو اړوند ۱۲۰ ولسوالیو کې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې سیمې پاکې کړي او ترڅنګ به یې سروې او د عامه پوهاوي برنامی ترسره کړي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۳۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٨ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د پریان ولسوالۍ په شالکچه،پیر ګذر، کوهسار پایین، شانیز، کوجان او کوهسار کلیو کې د پنجشیر د سیند د اوبو د زیاتوالي او د واورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۴۰
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د یونیسف دفتر په ملاتړ، ۲۱۹ هغو کورنیو ته چې د یاد ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۷:۲۹
Background image

په نیمروز ولایت کې د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو لپاره د یو معیاري پنډغالي د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په اجباري توګه د اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکه، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په دغه ولایت کې د یو معیاري او مجهز پنډغالي د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .