له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د MDC ماین پاکۍ موسسې ترمنځ د پېښو له امله زیانمنو او د دې ادارې کارکوونکو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۲۰:۵۰
news image

نن د سې‌شنبې په ورځ، له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د MDC ماین پاکۍ مؤسسې له رئیس، محترم محمد شهاب حکیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ترابي صاحب د یادې مؤسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د MDC مؤسسې فعالیتونه قناعت‌بښونکي وبلل او په هېواد کې یې په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو د پاکولو په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
نوموړي همداراز د لاسلیک شوې تفاهم‌نامې په اړه خبرې وکړې او دا یې یو نېک ګام وباله. هغه څرګنده کړه چې موږ به هم هڅه وکړو چې د بېلا بېلو لارو څخه د دې مؤسسې روغتیايي مرکز ته روغتیايي مرستې برابرې کړو.
په همدې حال کې، د MDC ماین پاکۍ مؤسسې رئیس، محمد شهاب حکیمي، د دې ادارې له سرپرست څخه د مؤسسو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو له امله قدرداني وکړه او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د دې ناستې په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې کارکوونکو، د هغوی د کورنیو غړو، د ماینونو او ناچاودو توکو قربانیانو او د پېښو له امله زیانمنو کسانو ته د عمومي داخلې، ولادي، غوږ او ستوني، غاښونو، ارتوپیډي، ایکسرې، لابراتوار، روان‌درملنې خدمات، فزیوتراپي، بېړنۍ څانګه، د زړه ګراف (ECG) او الټراساوند په برخو کې وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کوي. 

نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۶ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۷۶ کورنیو ته چې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .