له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د سره صلیب د نړیوال فدراسیون (IFRC) د آسیا–اقیانوسیه له سیمه‌ییز رئیس سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۲۲
123

نن چهارشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب د نړیوال فدراسیون (IFRC) د آسیا–اقیانوسیه له سیمه ییز رئیس، ښاغلي الکساندر متئو او د یاد فدراسیون د افغانستان د برخې له رئیس، ښاغلي ډاکټر حسام فیصل سره وکتل.

محترم ترابي صاحب په دې ناسته کې IFRC یو ښه همکار وباله او ویې ویل چې د دواړو بنسټونو کارونه له یو بل سره ډېر نږدې دي او د اړیکو د لا پیاوړتیا او د ګډو فعالیتونو د پراختیا لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي، چې موږ ورته بشپړ چمتووالی لرو. د ادارې لوی رئیس د کډوالو پر ستونزو هم خبرې وکړې او د خطرونو د مدیریت په برخه کې یې د ادارې د پروګرامونو یادونه وکړه. هغه وویل چې د اقلیمي بدلونونو له امله افغانستان د بېلابېلو پېښو، په ځانګړي ډول د سېلابونو، پر وړاندې ډېر زیان‌من دی او دا مهال د هېواد په کچه د سېلابونو د لارو د پاکولو چارې روانې دي، تر څو اوبه په خپله لاره کې تېرې شي او مرګ ژوبله او مالي زیانونه تر ټولو ټیټې کچې ته راکم شي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د ۲۰۲۶ کال له پیل سره سم د ټولو اړتیاوو او لومړیتوبونو لړلیک ترتیب شوی او یاد فدراسیون کولای شي د همدې لړلیک یا د خپلو اصولو له مخې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې، ښاغلي الکساندر وویل چې له تاسو سره لیدنه زموږ لپاره د ویاړ ځای دی او موږ وینو چې ستاسو اداره په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. هغه زیاته کړه چې زموږ هڅه دا ده چې را اېستل شویو کډوالو ته لا ښه خدمتونه وړاندې شي، او د افغانستان لپاره د تمویل کوونکو د بودجې کمېدو ته په کتو IFRC دا ارزونه کوي چې څنګه دغه کموالی جبران کېدای شي. نوموړي وویل چې موږ ډېر لېواله یو تر څو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره په بېلابېلو او اړوندو برخو کې ګډ کار وکړو.

په پای کې، دواړو لوریو د هېواد خلکو ته د مرستو د وړاندې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د همکاریو د لا پیاوړتیا هوکړه وکړه.

همدارنګه هغه ډالۍ چې د محترم ترابي صاحب له لوري په پام کې نیول شوې وه، د صمیمانه فضا په ترڅ کې هغوی ته ورکړل شوه.

نېټه:۱۴۴۷/۸/۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۷ اجباري راستنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په چپې درې، دره پیچ او وټه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۵
Background image

د کندهار ولایت په نیش ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له بېړنۍ شمېرې (0708606060) سره د ښاریانو د اړیکې پر بنسټ، د Area مؤسسې د چټک غبرګون ټیم (AREA-QRT-10)  د ماین. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .