له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له رئیسې سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۳۹
123

نن د سه‌ شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له رئیسې مېرمن میا پارک، د خطر د کمولو د پروګرامونو له مسؤل اشرف السحر او د هغوی له مل پلاوي سره وکتل او د ۲۰۲۶ میلادي کال د ګډو پروګرامونو په اړه یې خبرې سره وکړې.

محترم ترابي صاحب په خپلو خبرو کې دغه سازمان د ادارې یو ښه همکار وباله او ویې ویل، چې د بشردوستانه سازمانونو سره د پخوانیو اغېزمنو همکاریو د تجربې له مخې پرېکړه شوې ده، چې د خلکو لومړیتوبونه او اړتیاوې ترتیب او له فعالو بنسټونو او مؤسسو سره شریکې شي، تر څو د ۲۰۲۶ میلادي کال په پروګرامونو کې په پام کې ونیول شي او راجلب شوې بودجې په مناسب ځای کې ولګول شي. نوموړي همدارنګه په پکتیا ولایت کې د درېدلو پروژو د بیا پیل پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ګډو هڅو له لارې به رامنځته شوې ستونزې حل او پروژې به عملي شي.
د ادارې لوی رئیس د رضاکارانو د جلب او روزنې د بهیر پر چټکتیا هم ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په همدې حال کې، مېرمن میا پارک له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له تېرو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې په اوسني پړاو کې د لومړیتوبونو د لېست چمتو کول ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه دا مهال په پېښو پورې د اړوند پروګرامونو، لکه د سیمه ییز ظرفیت لوړول، چمتووالی او بېړني حالتونه، کار روان دی او دا لېست کولی شي په اغېزمن ډول وکارول شي او له بېلابېلو تمویل کوونکو سره هم شریک شي. هغې د پکتیا ولایت د پروژو د ځنډ په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې هڅه به وکړي د مناسبې حل‌لارې په موندلو سره د هغو د تطبیق چارې بېرته پیل کړي.
مېرمن پارک همدارنګه د رضاکارانو د روزنې او جلب د پروګرام په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې برخه کې د ترکیې هېواد د هلال احمر ټولنې د همکارۍ په تړاو خبرې روانې دي او هڅه کېږي دا بهیر ژر تر ژره پیل شي.

په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دغه سازمان د همکاریو او خدمتونو د قدردانۍ په توګه مېرمن میا پارک ته یوه تحفه ورکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱ ـ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۲:۰
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې د ۵۳ متره اوږدوالي په درلودلو سره پیل کړې. 

 دغه دیوال به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۸ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DACAAR او د ARCI موسسو په ملاتړ، د دې ولایت له مرکز اسعدآباد او بېلابېلو سیمو څخه د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو ۱۷۸ کورنیو ته له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .