له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د (TSDO) مؤسسې له رئیس سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۵۹
123

نن ورځ یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د (TSDO) مؤسسې له رئیس محترم نوید احمد او مل پلاوي سره وکتل او د پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د دوه اړخیزو همغږیو د اغېزمنتیا په اړه خبرې وکړې.

محترم ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل، او زیاته یې کړه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د پېښو له امله زیانمنو شویو او مستحقو کورنیو ته رسېدنه او په دې برخه کې له بېلابېلو مؤسسو سره همغږۍ لري. نو د همدې موضوع په پام کې نیولو سره او د نوي میلادي کال له پیلېدو سره سم، موږ په اړونده برخه کې د مرستو رسولو په موخه د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو یو لېست ترتیب کړی دی، چې له تاسو سره به یې شریک کړو، تر څو وکولای شئ یاد لیست د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره له اړوندو تمویل کوونکو سره شریک کړئ، څو له پلي کېدونکو پروژو څخه وړ خلک ګټه اخیستونکي شي.

همدارنګه، ترابي صاحب راغلي پلاوي ته وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې له مؤسسو سره پر وخت او بې له ځنډه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او د دې ادارې اړوند ولایتي ریاستونه هم له مؤسسو سره د پروژو پلي کولو برخه کې همکارۍ کوي.

په همدې حال کې، د (TSDO)مؤسسې رئیس د دې ادارې له لوی رئیس څخه د کارونو د آسانتیا لپاره د یاد لیست د برابرولو له امله مننه وکړه او د خپلو پلي شویو، تر کار لاندې او راتلونکو پروژو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، نوموړي همدارنګه د خپلو پلي کېدونکو پروژو د پلي کولو برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او له محترم ترابي څخه یې په دې برخه کې د پوره همکاریو غوښتنه وکړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۸/۱۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۵۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د (TSDO) مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن ورځ یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د (TSDO) مؤسسې له رئیس محترم نوید احمد او مل پلاوي سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۲۵
Background image

د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د سختو واورو له امله ۴۰ کیلومتره تړل شوي فرعي سړکونه د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شول 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام سره په همغږۍ، د یاد ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د زیاتې واورې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د شیرزاد ولسوالۍ پاس پټله کلي ۵۳. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .