ننګرهار ولایت کي د پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست چتر لاندي ۲۰۷ فامیلونو سره ۳ میلونه، ۵۲۵ زره او ۹۸۰ افغانیو نغدي کمک ترسره شو

ننګرهارـــ۲۷ربیع الثاني۱۴۴۴
د ډنمارک د مهاجرت سازمان DRC په مالي مرسته او پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست په همکاري ۲۰۷ فامیلونو سره د سرپنا جوړولو او ترمیم په موخه نغدي مرسته ترسره شوه چي ددي ریاست د چتر لاندي يي سروي په خوګیاڼو ولسوالي کي ترسره شوي ده.
ذکر شوي فامیلونو ته توزیع د خوګیاڼو ولسوالي کي ترسره شوه چي په څلورو ګټه ګوریو کي یاده مرسته ترسره اول ګروپ ۱۵ فامیلونه ؤ چي هر فامیل ته ۶۸۱۰۰ افغاني، دوهم ګروپ ۴ فامیلونه ؤ چي هر فامیل ته ۵۴۱۲۰ دریم ګروپ ۳۲ فامیلونه ؤ چي هر فامیل ته +ـ۲۰۰۰۰ او څلورم ګروپ ۱۵۶ فامیل ؤ چي هر فامیل ته ۱۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه.
د یادوني وړ ده چي نوموړو فامیلونه د اوسیدو کوټي تخریب او یا موجودي نه وي چي سروي يي ددي ریاست په هماهنګي ډي آر سي مؤسسي سرته رسولي ده.
د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست څخه مننه او خوشحالي څرګنده کړه چي دوي به مرسته شوي نغدي پیسي کور جوړولو، خوړو او نورو ضرورتونو کي مصرفوي.
په اخره کي د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست رئیس له لوري استول شوي استازي د ذکر شوي مؤسسي د استازو څخه مننه ترسره کړه چي یاد زیانمن شوي فامیلونو سروي يي ترسره او عملاً يي ورسره نغده مرسته هم ترسره کړه.
