په لغمان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې رضاکارانو ته یو ورځنی زده کړه ییز پروګرام ترسره شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کې د دې ادارې رضاکارانو ته یو ورځنی ځانګړی پروګرام ترسره کړ.
د دې پروګرام موخه د رضاکارانو د ظرفیت لوړول، د پېښې د رامنځته کېدو پر مهال د همغږۍ قوي کېدل او اغېزمن غبرګون وو، په دې پروګرام کې ۱۶ نوي رضاکاران وګومارل شول چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې فعالیت کوي، هغوی ته د رضاکارۍ قوانین او اهمیت، اساسي مسؤلیتونه، د پېښې پر وخت د اقدام کولو لارې، له مسؤلو بنسټونو سره د اغېزمنې همکارۍ طریقه او د NDMIS سیستم اړوند اساسي معلوماتو په اړه زده کړې ورکړل شوې.
د پروګرام په پای کې، مسؤلینو د پېښو د زیانونو د کمولو، د آمادګۍ د زیاتوالي او د ښه عمل کولو ورته پروګرامونو د نیول کېدو په اهمیت ټنګار وکړ. همدارنګه نویو ګمارل شویو رضارکارانو ژمنه وکړه، چې د ورکړل شویو زده کړو له مخې به د پېښو د رامنځته کېدو پر وخت له مسؤلو بنسټونو سره فعاله همکاري ولری.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
