په هرات کې ۱۰۰ زیانمن شویو او بېوزله کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې
هرات- د غبرګولي ۵مه- ۱۴۰۱
د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، تېره اونۍ د پنجشنبه ورځ، ۱۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې او بېوزله وې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي او ۴ کلو مایع ګاز ووېشل شول.
