په پغمان والسوالي کې د اورلګېدو له امله د رامنځته شویو  تلفاتو او زیانونو لومړني ارقام

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۵:۱۳
news image

د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د لومړني راپور له مخې، د یادې ادارې او د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې ادارې د ګډو ټیمونو د لومړنیو سروی او ارزونې پر بنسټ، د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د قلعه حیدرخان په سیمه کې د اورلګېدو پېښې له امله له بده مرغه دوه تنه شهیدان، ۲۶ تنه ټپیان، او ۸۱ تنه برسېرن ټپیان شوي دي. 
همدارنګه، شرکتونو، سوداګرو او کسبه‌کارانو ته له ۱٫۲۰۰٫۰۰۰ (یو میلیون او دوه سوه زره) ډالرو څخه زیات مالي زیان اوښتی دی. 
د یادونې وړ ده چې، دا لومړني ارقام دي او د سروی او ارزونې د جریان له امله د بدلون وړ دي.

۱۴۴۶/۵/۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۵۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۹ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره په همکارۍ، د یاد ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اړوند ۲۳۹ کورنیو ته چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې, تر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

د یونیسف سازمان د ماشومانو د ساتنې متخصص په نیمروز ولایت کې په اجباري توګه د ایستل شویو کډوالو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

پرون ورځ د جمعې په ماسپښین، د یونسیف سازمان د ماشومانو ساتنې متخصصې اغلې آصفه تولیسا دانو، په داسې حال کې چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرکزي او ولایتي کارکوونکو په نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د نیمروز ولایت والي په پل ابریشم کې د را ایستل شویو کډوالو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

نن د چهارشنبې په مازدیګر، د نیمروز ولایت والي، مولوي شیخ محمد قاسم، په پل ابریشم صفري نقطه کې د هغو کډوالو لپاره له جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه، چې په اجباري توګه له ایران څخه را. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .