پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ترکیې جموریت سفیر سره لیدنه؛ نږدې سل کورونه د پکتیکا زلزله ځپلو لپاره ورغول شي

کابل- د سلواغې ۹مه-۱۴۰۱
محترم الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، نن سهار د خپل کار په دفتر کې د محترم جیهاد ایرګنیای، په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت سفیر او فرید احمد ضیا، په ترکیه کې د سرې میاشتې مسسول سره لیدنه او خبرې وکړې.
محترم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر لومړۍ ووېل چې د افغانستان جغرافیایي وضعیت ته په کتو زموږ هېواد د پېښو له اړخه یو زیانمنونکې هېواد دې او د یخنۍ له امله دغه ستونزه لا زیاته شوي او د څو ورځو راپدیخوا د هوا سړېدو له امله له سلو څخه زیات کسان شهیدان شوي او نږدې ۸۰ زره څاروي لمنځه تللي دي.
نوموړي د بدخشان د پامیرونو اوسېدونکو ستونزو په اړه ووېل چې، څه موده مخکې هغوۍ ته خوراکي، غیرخوراکي او روغتیایي مرستې لېږدول شوي او اوس مهال د آقاخان بنسټ په همکاري د ډاکټرانو یو ټیم د تاجیکستان له لارې د وضعیت د څېړلو لپاره لېږدول شوې.
په ورته وخت کې د ترکیې سفیر وویل چې افغانستان او ترکیه په دیني لحاظ سره وروڼه دي او موږ د دغه هېواد له خلکو سره بشري همکارۍ ته چمتو یو. ښاغلي ارګینای، په دفترونو کې د ښځو د نه شتون ستونزې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې ښځو ته بايد د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د کار اجازه ورکړل شي او موږ هم هڅه کوو چې د دغه هېواد له خلکو سره لا زياتې مرستې وکړو.
همدارنګه د افغانستان په برخه کې د ترکیې د سرې میاشتې ادارې د دغه بنسټ د مرستو يادونه وکړه او ويې ويل، له هغه راهيسې چې د پکتيکا ولايت په برمل او ګيان ولسواليو کې زلزله شوې، تر یوه میاشت مخکې، په میاشتنۍ ډول زرو کورنيو سره په منظم ډول د خوراکي توکو مرسته ترسره شوي. او دېرشو زرو نورو کورنيو سره هم د دغه هېواد په ولايتونو کې مرسته شوې ده.
نوموړي د دې ترڅنګ وويل، چې د وړي تر میاشتې به د دې موسسې لخوا د پکتيکا ولايت په دوو کليو کې د زلزله ځپلو لپاره د نږدې سل کورونو د جوړولو کار پيل شي او په ٢٥ ولايتونو کې به له ١١ زره څخه زیاتو کورنيو سره په منظم ډول مرستې وشي.