تېر کال کې له طبیعي او غیر طبیعي پېښو  څخه ۲.۵ میلیونه زیانمنو تنو ته، مرستې رسېدلي دي

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۳:۱۴
News image

کابل _ ۲۷ اسد ۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسئولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو برنامې په لړ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مرستیال،مولوي شرف الدین مسلم،چې په مطبوعاتي کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل:دغه وزارت له خیریه سازمانونو او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ،له طبیعي او غیر طبیعي پېښو څخه ۲.۵ میلیونه زیانمنو کورنیو ته دبشردوستانه مرستو د وېش زمینه برابرې کړې ده.
د یاد وزارت د مرستیال په وینا، د بلخ له ګدام نه ۱۴ ولایتونو ته د ۵۰۰۰ مټریک ټنه غنمو وېش، د اقینې له بندر نه ۱۵ ولایتونو ته د ۶ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش، له تور غونډي بندر نه ۲۰ ولایتونو ته د ۶ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش، د بلخ له ګدام نه ۲۴ ولایتونو ته د ۱۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش او د بېړنیو حالاتو مدیریت په موخه، د ۳۲ ولایتونو په ګدامونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو زېرمه کول، په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.  
د دې وزارت مرستیال زیاته کړه، څه باندې ۳۰۴ زره زیانمنو او اړمنو کورنیو ته د نغدي مرستو وېش، پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو سره ۱۶۰میلیونه افغانۍ نغدي مرسته او د طبیعي پېښو له خطر سره مخ ۱۰ ولایتونو کې د سروې تر سره کول، د وزارت له نورو کړنو څخه دي. 
د وزارت د مرستیال په وینا، دغه وزارت له روسیې، چین، اوزبیکستان، قزاقستان، ایران، قطر، ترکیې، پاکستان، متحده عربي اماراتو، بنگله دېش او سعودي عربستان هېوادونو سره په همغږۍ، ۲۵۰ زره کورنیو ته د بشردوستانه مرستو د جلبولو زمینه برابره کړې ده.  
‏د یاد وزارت د مرستیال په خبره، په عادلانه او رڼه توګه د مرستو لېږد او وېش د مدیریت په خاطر، دغه وزارت د سوق او ادارې مراکز رامنځته کړي او له همدې لارې زیانمنو او اړمنو کسانو ته رسېدنه کوي. 
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، یاد وزارت د حکومت له سکتوري ادارو سره په همغږۍ، ۹۰۰ کیلومتره سړکونه او سختې لارې پاکې کړي دي. 
همدارنګه، دغه وزارت له اړوند ادارو سره په همغږۍ، د ماین پاکۍ ملي سټنډرډونه ترتیب او تطبیق کړي دي، چې له دې لارې شاوخوا ۵۵ کیلومتر مربع شکمنې سیمې نښاني او پاکې شوي او څه باندې یو میلیون کسانو ته، د ماین او چاودېدونکو توکو خطرونو په اړه، پوهاوی ورکړل شوی دی.
د راپور له مخې، وروستي یوه کال کې د طبیعي پېښو له امله، ۱۵۱۱ تنه شیهدان او ۳۷۲۶ تنه ټپیان شوي، ۲۳۸۲۲ کورونه په بشپړ او یا قسمي توګه ړنګ شوي، ۸۶۱۲ حیوانات تلف شوي او ۹۶۷۷۶ جریبه کرنیزه ځمکه له منځته تللې ده. 
‏د موسمي سېلابونو تر اغېز لاندې سیمو کې ۱۵۰ کورنیو ته د بشردوستانه مرستو د وېش او زېرمه کولو لپاره چمتو والی، څه باندې ۱۵۰۰۰ ټپیانو، د شهیدانو وارثانو او زیانمنو کورنیو ته د نغدي مرستو وېش،۱۷۸ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو او درملو وېش، د‏طبیعي پېښو، ماینونو او چاودېدونکو توکو خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو د ۸ برنامو او ۲۰۰ ورکشاپونو په لار اچول او د بېړنیو حالاتو مدیریت په موخه، ولایتي کمېټو ته د ۲۰۰ میلیونه افغانیو لېږد، په روان کال کې د دغه وزارت د توجه وړ موارد دي.


News imageNews image





 

News image

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۵۱ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې ۸۵۱ زلزله ځپلو کورنیو ته د عربي متحده اماراتو لخوا ترسره شوې خوراکي او غیر خوراکي مرستې له سروې وروسته ووېشلې. 

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۵۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۸۵ بېوزله کورنیو ته خوراکي  مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د #ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان# ولایت له پېښو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کانیتوا ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي او د احتمالي زیانونو د کمولو په موخه د کانتیوا ولسوالۍ په پڅل کلي کې د ۴۲۲,۰۰۰ (څلور سوه او دوه ویشت زره. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .