خبردای!

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۲۳:۲۹
NA

د اعتبار موده: د ۱۴۰۳ کال د سلواغې له ۳۰ مې څخه د کب تر ۱ نېټې پورې:
د هېواد د ملکي هوايي چلند د هوا پېژندنې ریاست د وړاندوینې له مخې، په کاپیسا، پنجشېر، پروان، بامیان، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، غزني، کندهار، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د سالنګونو په شمول د نسبتاً د شدیدو بارانونو او واورې ورېدو ترڅنګ د ناڅاپي سېلابونو احتمال هم شتون لري.
 په یادو ولایتونو کې د باران اندازه د ( ۵ څخه تر ۳۰ ) ملي‌متره او د واورې اندازه د (۵ څخه تر ۲۵ ) ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده.
له همدې امله دې د یادو ولایتونو اوسېدونکي له پېښو سره  د مبارزې ولایتي کمېټو له خوا د وړاندې شویو لارښوونو سره سم اړین تدابیر ونیسي او عمل دې پرې وکړي.  

نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶ زده کوونکو ته د ژمني توکو کېټونه ووېشل  

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د AWCPO موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۷
Background image

په جوزجان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د جوزجان. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .