د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۹
news image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د AWCPO موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله ۱۹۸ بېځایه شویو کورنيو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته، ۵,۸۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او ۴.۲ کیلو بسکېټ ووېشل شول، چې ټولټال یو میلیون او یو لک او اته څلوېښت زره او څلور سوه افغانۍ (۱,۱۴۸,۴۰۰) نغدي پیسې د یادو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۸ /۱۱ /۱۴۴۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۵۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې او د ماهو مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، چې د پروژې مالي ملاتړ یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري کېږي، د سرپل ولایت له پېښو سره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له میدان وردګ، لوګر، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو څخه تر لیدنو وروسته، د دې ادارې د بېړنيو عملیاتو د مرکز رئیس،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .