د  لغمان ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست ۱۲۶ مستحقو کورنيو ته د غير خوراکي توکو مرستې وويشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۳۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OCHR مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز مهترلام بابا ښار په بېلابېلو کليو کې ۱۲۶ مستحقو کورنيو ته له سروې وروسته د غير خوراکي توکو مرستې وويشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۱ کلچي صابون، ۵۴ کوچنۍ څمڅې او نور د اړتيا وړ توکي ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OCHR مؤسسې بشردوستانه هڅې وستایلې او اړوندو کورنیو ته یې د لا ډېرو همکاریو د کولو ډاډ ورکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR مؤسسې  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۱۵
Background image

د پکتیا ولایت په مرکز کې د خوست پل سیمې د استنادي دېوال د جوړولو او د ملک‌ خیلو کلي د کانال د پاکولو پاتې چارې بیرته پیل شوې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې د خوست پل سیمې د استنادي دیوال د جوړولو او د ملک خېلو کلي د کانال د پاکولو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .