د آمو په سیند کې د اوبو د کچې لوړېدو ویجاړیو د کمولو لپاره به لازم تدابیر ونیول شي

الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد، د مالي او اداري عمومي رییس، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د یو ګډ پلاوي سره د آمو سیند له ویجاړیو او زیانمنونکو سیمو څخه لیدنه وکړه.
مولوي عبدالرحمن زاهد، بلخ ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې ووېل: په زیانمنونکو سیمو کې به د آمو سیند د اوبو د کچې لوړېدو لپاره لازم تدابیر ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې یاد پلاوۍ به د آمو سیند د زیانمنونکو سیمو او ویجاړیو څخه د لیدنې وروسته د یاد سیند ویجاړیو مخنیوي او تحکیماتو لپاره د اړتیاو وړ بودجه او مکمله طرحه کابینې ته وړاندې کړي.