د اکتید محترم موسسې له لوري په مرکز فیض‌آباد کې د سېلابونو له امله د زیانمنو کورونو د ترمیم لپاره دویم قسط نغدي مرستې ووېشل شوې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۴:۳۸
news image

اکټیډ موسسې د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، ۶۱ زیانمنو کورنیو ته د سرپناه د ترمیم په موخه نغدي مرستې ووېشلې. دې موسسې په دویم قسط کې ۶۱ کورنیو ته نغدي پیسې ووېشلې، چې هرې کورنۍ ته ۱۴،۷۷۰ افغانۍ ورکړل شوې.
له دې جملې، ۲۸ هغو ښځو ته چې د کورنۍ سرپرستۍ یې کوله، د ۱۴،۷۷۰ افغانیو سربېره، ۲،۳۵۰ افغانۍ امتیازي مرسته هم ورکړل شوه، چې په مجموع کې هرې یوې ته ۱۷،۱۲۰ افغانۍ ورکړل شوې.
په مجموع کې، ۹۶۶،۷۷۰ افغانۍ نغدي مرستې ۶۱ زیانمنو کورنیو ته ووېشل شوې.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۳۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٨ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د پریان ولسوالۍ په شالکچه،پیر ګذر، کوهسار پایین، شانیز، کوجان او کوهسار کلیو کې د پنجشیر د سیند د اوبو د زیاتوالي او د واورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۴۰
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د یونیسف دفتر په ملاتړ، ۲۱۹ هغو کورنیو ته چې د یاد ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۷:۲۹
Background image

په نیمروز ولایت کې د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو لپاره د یو معیاري پنډغالي د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په اجباري توګه د اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکه، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په دغه ولایت کې د یو معیاري او مجهز پنډغالي د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .