د بادغیس ولايت په قادس ولسوالۍ کې وقايوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د بادغیس ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د ياد ولايت په قادس ولسوالۍ کې څلور مهمې وقايوي پروژې بشپړې او په رسمي توګه يې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
دا پروژې چې وړاندې پرانيستل شوې او عملي چارې يې پيل شوې وې، د تخنيکي پړاوونو او وروستيو ارزونو تر بشپړېدو وروسته اوس په رسمي ډول د سيمې د خلکو په خدمت کې دي. د دې پروژو پلي کول د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د عامه زيربناوو او د خلکو د شتمنيو د خونديتوب په برخه کې يو اغېزناک ګام بلل کېږي.
پلې شوې پروژې په لاندې ډول دي:
د عمربیک ها سيمې استنادي دېوال، د ۳۱۷ مترو په اوږدوالي او ۳.۵ مترو په لوړوالي، د عمربیک ها سيمې د کانال حفاظتي استنادي دېوال، د ۱۷۵ مترو په اوږدوالي او ۳.۸ مترو په لوړوالي، د زادصالح سيمې استنادي دېوال، د ۳۳۰ مترو په اوږدوالي او ۱.۹ متر په لوړوالي، د عمربیک ها سيمې د پلچک پروژه، د ۱۵ مترو په اوږدوالي، ۵ مترو په پلنوالي او ۴.۷ مترو په لوړوالي بشپړه شوې دي.
د دې پروژو اساسي موخه د هستوګنيزو سيمو د ويجاړېدو مخنيوی، د کرنيزو ځمکو ساتنه او د موسمي سېلابونو له امله د زيانونو کچه راکمول وو. د پروژو په بشپړېدو سره شاوخوا ۴۷۰ هستوګنيز کورونه او ۱۷۰ جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو له احتمالي ګواښونو څخه خوندي شوې ده.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
