د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۵:۴۸
تصویر خبر

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په مقر او سنګ آتش ولسوالیو او مرکز قلعه نو ښار کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنو او اجباري راستنېدونکو ۱۰۰۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې, له یاد شمېر کورنیو څخه ۸۹۱ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم, ۲۵ کیلو وریجې, ۹ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو, هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم, ۲۵ کیلو وریجې یو باب خیمه او ۱۰۰ نورو کورنیو هرې یوې ته ۲۵ کیلو وریجې, دوه تختې کمپلې او ۵۰ کیلو غنم ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Cordaid مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي مرسته او CDRO مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمندولايت په لښکرګاه ښار کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

د هلمند ولايت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د آريانا ماين پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ١١ نمبرټیم سره د همغږۍ له مخې، د دې ولايت د لښکرګاه ښار د اتمې حوزي اړوند، حاجي ګران څلور لارې ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۹ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د GNI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په تګاب او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .