د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته په جوند ولسوالۍ کې خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو خدماتي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، په جوند ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۳۶۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د دویم او درېیم پړاو په توګه، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۷ لیټره غوړي، ۸ کیلو دال او یو کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
