د بادغیس ولایت په قادس او آبکمري ولسوالیو کې د استنادي دیوالونو او پلچک جوړلو د څلورو پروژو کار پیل شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۳۳
تصویر

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په قادس او آبکمري ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د څلورو مهمو پروژو عملي چارې پرانیستې او پیل کړې.

یادې پروژې د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې، د سېلابونو له امله د احتمالي زیانونو د مخنیوي او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه پلي کېږي.

لومړۍ پروژه د قادس ولسوالۍ په ارباب شاه محمود کلي کې د ۹۲ متره په اوږدوالي او د ۴.۱۰ متره په لوړوالي سره استنادي دېوال جوړول دي. دویمه پروژه د قادس ولسوالۍ په خواجه‌های خیرخانه کلي کې د ۱۳۰ متره په اوږدوالي او د ۳.۸۰ متره په لوړوالي سره د استنادي دېوال جوړول دی. همدارنګه، درېیمه پروژه د قادس ولسوالۍ په زاد حکیم خیرخانه کلي کې د ۱۶۹.۵ متره په اوږدوالي او د ۴.۲۰ متره په لوړوالي سره د استنادي دېوال جوړول دي.

همدارنګه، د څلورمې پروژې په چوکاټ کې به د آبکمري ولسوالۍ په زیمات کلي کې د ۱۵.۷۰ متره په اوږدوالي، ۱۳ متره پلنوالي، د ۶ متره په لوړوالي او د ۲ متره په ژور بنسټ سره یو پلچک جوړ شي.

د دغو پروژو د پرانیستې مراسم د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي باریداد صابر، سیمه‌ییزو مسئولینو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول. ګډونوالو د دغو پروژو پلي کول د سېلابونو د خطرونو د کمولو، د عامه تاسیساتو، استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې په برخه کې یو مهم او ارزښتناک اقدام وباله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له همکاریو څخه یې مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سېلابونو پر وړاندې د زیانمنتیا کچه راټیټه شي او د سیمې د اوسېدونکو، د هغوی د کورونو او شتمنیو د لا زیات خوندیتوب زمینه به برابره شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸,۴۸۳ مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام مؤسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۴۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۱ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCI موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د سمنګان ولایت د پس‌کنده کلي د اوسېدونکو لپاره د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو سیمینار ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .