د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د څلورو وقایوي پروژو د جوړولو کار پيل شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۹
news image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې د څلورو وقایوي پروژو د جوړولو کار پيل کړ.
د دې پروژو د پرانیستنې په مراسمو کې د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي باریداد صابر، د قادس ولسوالۍ له ولسوال صاحب او یو شمېر سیمه‌ییزو سپین ږیرو سره یو ځای ګډون وکړ او د یادو پروژو کار یې رسمآ پرانیست.
په دې وقایوي پروژو کې د عمربیک‌ها او زادصالح په سیمو کې د استنادي دیوالونو جوړول او د عمربیک‌ها په سیمه کې د یو پلچک جوړول شامل دي. په عمربیک‌ها سیمه کې دوه استنادي دیوالونه، لومړی دیوال د ۳۱۷ مترو په اوږدوالی او ۳.۵ مترو په لوړوالي او دویم دیوال د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي او ۳.۸ مترو په لوړوالي او همدارنګه په زادصالح سیمه کې یو استنادي دیوال د ۳۳۰ مترو په اوږدوالي او ۲ مترو په لوړوالي جوړېږي. سربېره پر دې، په عمربیک‌ها سیمه کې یو پلچک د ۱۱ مترو په اوږدوالي، ۵.۵ مترو په پلنوالي او ۳ مترو په لوړوالي جوړېږي.
د دغو پروژو د پلي کولو موخه د سېلابونو له امله د زیانونو کمول، د هستوګنځایونو او کرنیزو ځمکو ساتنه، او د ځایي خلکو د ژوند او مال خوندیتوب دی.
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي باریداد صابر د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د دې ډول وقایوي پروژو پلي کول د طبیعي پېښو د زیانونو په مخنیوي او د سیمه‌ییزو زیربناوو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۰ هـ ق
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .