د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵,۰۷۵,۲۴۰ افغانۍ ۱۸۱۰ زیانمنونکو کورنیو ته ووېشلې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د CWSA موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې ۱۸۱۰ زیانمنونکو او اړمنو کورنیو ته چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه، نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د هرې کورنۍ لپاره ۲،۸۰۴ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې او په مجموع کې ۵,۰۷۵,۲۴۰ (۵ میلیونه ۷۵ زره او ۲۴۰) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
د یادونې ده چې یادې کورنۍ به تر راتلونکو څلورو نورو میاشتو هم له دغو مرستو برخه منې شي.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره