د بدخشان ولایت په تشکان ولسوالۍ کې د څښلو وړ اوبو دوو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې 

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۲:۵۳
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې ادارې د لوی رئیس؛ محترم الحاج ملانورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د دې ولایت د تشکان ولسوالۍ په دشت آغه او ملګاني کلیو کې د څښلو وړ اوبو دوو پروژو د جوړولو چارې وروسته له سروې پیل کړې. 
۱۷یادې پروژې، په ملګاني کلي کې د ۶،۲۳۰ متره پایپ په واسطه د یو میلیون او اوه سوه او دري څلویښت زره  (۱،۷۴۳،۰۰۰) افغانیو په لګښت او په دشت آغه کلي کې د ۲،۳۶۹ متره پایپ، ۳۷،۰۰ لیټره ظرفیت لرونکو دوو زخیرو او شیر دهنو په درلودلو سره د یو میلیون او اته سوه او اته شپېته زره (۱،۸۶۸،۰۰۰) افغانیو په لګښت سره پیل شوې. 
د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکي د څښلو وړ اوبو ته د نه لاس رسي سره مخ وو، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به یاده ستونزه ختمه او اوسېدونکي به د څښلو وړ اوبو ته لاس رسی پیدا کړي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۵۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

 د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خلم او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د وروستو سېلابونو له امله ۱۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۱۷
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د کډوالو په پنډغالي کې د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي له پروګرام څخه څارنه وکړه

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، حاجي ملا حبیب‌الله سعید، د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه د خطرونو د پوهاوي له پروګرام څخه، چې د پُل ابریشم په صفري نقطه کې د کډوالو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت په جاني‌خېل ولسوالۍ کې پراختیایي پروژې پرانیستل شوې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د یاد ولایت د جاني‌خېل ولسوالۍ د شنه‌ځای په سیمه کې د دوه کیلومتره کاریز پاکولو، د یو پلچک. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .