د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دهنه غوري ولسوالۍکې د استنادي دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۱:۴
news image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د آقا خان بنسټ په همکارۍ, په دهنه غوري ولسوالۍکې د سېلابونو له زیانونو څخه د کرنیزو ځمکو او هستوګنیزو کورونو د ژغورنې په موخه د استنادي دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.
په دې پروګرام کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رییس, د دهنه غوري ولسوال او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو شتون درلود او د پروژې په اړه یې په خبرو سره ووېل چې د سېلابونو له خطر څخه د خلکو د کرنیزو ځمکو او هستوګنیزو کورونو د ساتنې لپاره دا پروژه خورا مهمه ده.
د دغه استنادي دیوال د پروژې په پلي کېدو سره به تقریبآ ۶ زره جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ شمېر کورونه د سېلاب له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۷:۲۹
Background image

په نیمروز ولایت کې د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو لپاره د یو معیاري پنډغالي د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په اجباري توګه د اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکه، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په دغه ولایت کې د یو معیاري او مجهز پنډغالي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۶:۳۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ODSAD موسسې تر منځ د ۶۴،۱۹۶ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

 نن ورځ یکشنبې له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د پرمختیایي خدمتونو او د زراعت پرمختیا (ODSAD) مؤسسې له رئیس؛ محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣١ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د پنجشیر د سیند د اوبو د زیاتوالي له امله ٣١ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .