د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۸۵ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د #ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان# ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په بغلان مرکزی ولسوالۍ کې ۱۳۸۵ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، دوه بورۍ ۲۵ کیلويي اوړه، ۵ لیټره غوړې، ۶.۲۵ کیلو دال، نیمه کیلو مالګه، ۳ کیلو ګرامه سوپر سیریل، یوه نیمه کیلو پلمپي ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آماګۍ ملي اداره
