د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۰۰۷ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۳۰
news

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ او د ASIO موسسې سره د هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بغلان مرکزي او بورکه ولسوالیو کې ۳,۰۰۷ زیانمنو او مستحقو کورنیو نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې ۲,۶۹۲ کورنیو هرې یوې ته د ASIO موسسې له لوري، په دویم پړاو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، نیم کیلو مالګه، ۳ کیلو سوپر سریال او یو نیم کیلو پلمپي او ۳۱۵ کورنیو هرې یوې ته د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ له لوري په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې ۴,۳۵۰ افغانۍ ووېشل شوې چې د نغدو مرستو مجموع ټولټال یو میلیون او درې سوه اویا زره او دوه سوه پنځوس (۱,۳۷۰,۲۵۰) افغانۍ کېږي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۹:۲۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د رها مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د رها مؤسسې له عمومي رئیس محترم محمد یوسف حمید یار او د یادې مؤسسې له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد له خیرخواه کسانو څخه یو کس د پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې په موخه ۱,۶۹۶ جوړه بوټونه دې ادارې ته وسپارل

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار، د هېواد د یو خیرخواه کس سید احمد سیلاب له لوري له زیانمنو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په فراه رود او خاک سفید ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۹۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .