د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او بغلان جدید ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ، د MCPA ماین پاکۍ موسسې QRT-01 تخنیکي ټیم، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) کوي، د بغلان ولایت د مرکز پلخمري او بغلان جدید ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.
د عملیاتو په ترڅ کې یوه فیره د هاوان مرمۍ او یوه کړۍ YM-1 ډوله د پرسونل ضد ماین او یوه فیره د RPG-7 مرمۍ کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.
د بغلان ولایت له پیښو سره د مبارزی آمادګۍ ریاست د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د هر ډول ماینونو او شکمنو توکو د لیدو په صورت کې اړونده مسؤلینو ته خبر ورکړي څو د احتمالي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
