د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وچکالۍ له امله ۹۷۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د وچکالۍ له امله ۹۷۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، نیم کیلو مالګه، ۱.۵ کیلو پلمپي، ۳ کیلو سوپرسریال او ۶.۲۵ کبلو دال ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
