د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۹ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مارمل ولسوالۍ کې ۲۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۱۱۲ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۲۷۰ افغانۍ، یو روغتیایي کېټ، ۷۷ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۲۷۹ افغانۍ او ۴۰ کورنیو هرې یوې ته یو روغتیایي کېټ ووېشل شول، چې د نغدو مرستو اندازه ټولټال دوه میلیونه او درې سوه څلور پنځوس زره او اووه سوه درې ویشت (۲,۳۵۴,۷۲۳) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
