د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۱ مستحقو او زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو او مرکز کې ۱۱۱ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۳ کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ اوړه، پنځه کیلو بوره، نیم کیلو چای، یوه روغتیایي بسته او د اوبو د تصفیې ټابلیټونه او ۸ نورو کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ غنم، د یونیسف یوه روغتیایي بسته، یوه بسته ژمنۍ البسه، یو د خوب سیټ او دوه تختې کمپلې ووېشل شوې.
له مرستو برخه منو کورنیو له دې مرستو څخه خوښي څرګنده کړه او د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست فعالیتونه یې وستایل.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
