د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې څلور فیره د هاوان مرمۍ کشف او خنثی شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۱:۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د اومر موسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د 0708606060 شمېرې له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ د څېړنې او پاکولو د عملیاتو لپاره د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د سرخ ګنبد کلي ته واستوه.
د دې عملیاتو په پایله کې، څلور فبره د هاوان مرمۍ، د بیړنۍ ځوابوېینې ټیم په هڅو پیدا او خوندي ځای ته له لیږدولو وروسته له دولتي بنسټونو سره په همغږۍ له منځ یوړل شوه.
همداراز، د خنثی کولو د عملیاتو ترڅنګ د سیمې اوسېدونکو ته د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شول ترڅو په راتلونکي کې د احتمالي پېښو مخه ونیول شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۴ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکر درې ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  (AWDERO)  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .