د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۸ کورنیو ته روغتیایي کېټونه ووېشل او د پاکو اوبو په اړه یې د پوهاوي پروګرام ترسره کړ

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۲:۲۳
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د سیکا موسسې ترمنځ د تفاهم نامې له مخې, یادې موسسې د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ, د شبرغان ښار په ۲۲ کلیو کې د  اوبو شبکو د بیا رغونې, حفظ الصحې او د وچکالي د دوامداره حل  تر نامه لاندې پروژه پلي کوي. چې له مخې یې ۱۷۸ کورنیو ته روغتیایي کېټونه ووېشل شول او هغوی ته د پاکو اوبو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
همدارنګه د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رییس محترم مولوي سراج الدین سراجي د اوبو رسولو شبکې او د شبرغان ښار په مرغاب کلي کې یې په یاده پروژه کې شامل د ۲۶ پایخانو له جوړولو څارنه وکړه.

۱۴۴۶/۵/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۳ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او مرکز کې د او لګېدنې له امله ٤٣ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۲۹
Background image

په کندهار ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د DRC ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټېم QRT، د یاد ولایت د دامان ولسوالۍ په پنځلسمه او شپږمه ناحیه کې ناچاوده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .