د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې او د جوزجان ولایت د محترم مقام د حکم پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د آقچه، خواجه دکوه ولسوالیو او د مرکز شبرغان د عرب خانه کلي اړوند ۲۳ کورنیو ته چې د اورلګېدنې او وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د اورلګېدنې له امله ۳ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو غنم، یو عدد د اوبو سطل، دوه تختې کمپلې او ۱۰ کیلو مایع ګاز او همدارنګه، د وچکالۍ له امله ۲۰ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له امکاناتو څخه ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
