د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پاتو ولسوالۍ کې د دوو پُلچکونو د جوړېدو کار پیل کړ

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۴:۱۵
news image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د پاتو ولسوالۍ د فتح‌زی او وگیر کلیو لپاره د دوو پُلچکونو د جوړېدو چارې, د دایکندي ولایت د مقام مرستیال، د سیمه ییزو ادارو رئیسانو، د سیمې مشرانو او د رسنیو په ګډون, د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل کړې.
د ولایت مقام مرستیال, محترم حاجي مولوي احسان‌الله رحمتیار، دغه پروژه د عامه هوساینې او د زیانمنتیا د کمولو په لور یو مهم ګام وباله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست هڅې یې وستایلې.
همداراز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, محترم حاجي مولوي حبیب‌الله رهنما، د دې بیړنۍ پروژې د پرانیستنې په مراسمو کې وویل, چې دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین د لارښوونې له مخې او د دې ادارې د پلان پر بنسټ پلي کېږي او تمه ده چې دا پروژه به د دوو میاشتو په موده کې بشپړه شي.
د یادونې وړ ده چې د فتح‌زی کلي پُلچک ۵ متره اوږدوالی لري، او د وگیر کلي پُلچک ۴ متره اوږدوالی لري، چې دواړه ۳.۶ متره پلنوالی او ۲ متره لوړوالی لري. د دغو دوو پُلچکونو ټول لګښت له یو میلیون افغانیو څخه زیات دی.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ ق
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۱۹
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې د ماین پاکۍ برخې په ملاتړ ۲ عدد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۴۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان اېډ مؤسیسې ترمنځ د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د افغان ایډ مؤسیسې د پروګرامونو مسؤل عبدالرحمن طارق او د پروژوي د مدیر، محمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروې ترسره کولو وروسته، د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۲۸ زیانمنو کورنیو ته د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې خوراکي او غیرخوراکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .