د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروې ترسره کولو وروسته، د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۲۸ زیانمنو کورنیو ته د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم، دوه تختې وطني دوه لایې کمپلې، یوه بسته البسه او یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره