د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سنچارک ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې پیل کړې 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۶
news image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي  د لارښوونې له مخې، د دې ولایت د سنچارک ولسوالۍ په او قاف کلان کلي کې د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې د ۱۳۰ متره اوږدوالي او ۲.۵ متره لوړوالي سره د درې میلونه او یو سل او نه اتیا زره او درې سوه او دوولس اعشاریه پنځه (3،189،312.5) افغانیو په لګښت سره پیل کړې. 
 د یاد استنادي دیوال د پرانستنې مراسمو کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس، د اقتصاد ریاست مسؤلینو، د کلیو او ښار جوړونې ریاست مسؤلینو او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسؤلینو شتون درلود، چې د جوړولو چارې یې د یو ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري په رسمي ډول سره پیل شوې. 
د یادونې وړ ده، چې د دې دیوال په جوړولو سره په د سیمې خلک د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه خوندي شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۰ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د سېلابونو له امله د پروان–بامیان تړل شوې لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اعلان وکړ، چې د شینواري ولسوالۍ په برج ګلجان سیمه کې، د پروان–بامیان لویه لاره، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۵۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

 د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خلم او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د وروستو سېلابونو له امله ۱۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۱۷
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د کډوالو په پنډغالي کې د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي له پروګرام څخه څارنه وکړه

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، حاجي ملا حبیب‌الله سعید، د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه د خطرونو د پوهاوي له پروګرام څخه، چې د پُل ابریشم په صفري نقطه کې د کډوالو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .