د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز ایبک کې د اوبو کانال د کیندنې او پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز ایبک په دلخکي کلي کې د اوبو کانال د کیندنې او پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
یاد کانال د وروستیو سیلابونو له امله له خټو او رسوباتو ډک شوی و، چې له امله یې د اوبو د تېرېدو په برخه کې ستونزې رامنځته شوې وې او د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو. د همدې ستونزو د حل په موخه د کانال د پاکولو او کیندنې چارې په بیړني ډول ترسره شوې.
دغه پروژه چې یو کیلومتر اوږدوالی او ۱.۵ متره پلنوالی لري، د اوبو د ښه جریان برابرولو، د کانال د بندېدو د مخنیوي، د احتمالي سیلابونو د خطرونو د کمولو او د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه پلې شوه.
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د بشپړې شوې پروژې له ساحې څخه لیدنه وکړه، د کار کیفیت یې د ډاډ وړ وباله او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
