د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۶۴۹ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د PIN موسسې او د سولې د ټینګښت بشرپاله موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په دره صوف پائین او خُلم ولسوالیو او په مرکز کې د تېرې زلزلې له امله ۱,۶۴۹ زیانمنو، د ښځو په سرپرستۍ کورنیو او کونډو ته له سروې وروسته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د PIN موسسې له لوري ۹۴۸ کورنیو هرې یوې ته ۲۹,۶۰۰ افغانۍ، د IOM له لوري ۶۵۱ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، د حمام یو کېټ، د ژمنۍ البسې یو کېټ او د سولې د ټینګښت بشرپاله موسسې له لوري ۵۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۱۴۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې، چې د وېشل شویو نغدو مرستو اندازه ټولټال اووه دېرش میلیونه او درې سوه یوولس زره (۳۷,۳۱۱,۰۰۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
