د سمنګان ولایت په دوآب ولسوالۍ کې یو ناچاوده هوایي بمب کشف او خنثی شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماینپاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بیړنۍ اړیکې شمېرې (070,8606060) له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ، د اومر مؤسسې د بېړنۍ ځواب وینې ۳ ټیم د سمنګان ولایت د دوآب ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره ولېږدوو.
د دې عملیاتو په ترڅ کې، یاد ټیم یو ناچاوده (OFAB - 100 کیلوګرامه) هوایي بمب، چې د سیمې د اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی وو کشف، په خوندي ډول انتقال او له منځه یووړل شو.
همدارنګه، د جګړو څخه پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه، د سیمې اوسېدونکو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
