د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، یو څراغ او یو صندوق ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
